15 دا ځايونه به د بنى اِسرائيلو او د مسافرو دپاره د پناه ښارونه وى چې هغوئ د پردى مُلک وى يا په مستقله توګه اوسېدونکى وى. هر څوک چې په غلطۍ سره څوک ووژنى نو هغه به دې ښارونو ته تښتېدے شى.
مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.
د هغه مُلک او د بل مُلک خلقو دپاره به يو شان قانون وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.“
دا قانون ستاسو د ټولو دپاره دے، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“
چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.
ستاسو او د هغوئ دپاره به يو شان قانون او اصُول وى.
نو تاسو به د پناه ښارونه خوښ کړئ چې يو سړے په غلطۍ سره څوک مړ کړى نو چې هلته تښتېدلے شى.
ولې خُدائ پاک يواځې د يهوديانو خُدائ پاک دے؟ ولې هغه د غېريهوديانو خُدائ پاک نۀ دے څۀ؟ بېشکه هغه د غېريهوديانو خُدائ پاک هم دے.
په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.