Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 35:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هلته به د مړى د خپلوانو نه په حِفاظت کښې وى څوک چې بدل اخستل غواړى. چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به تر هغه پورې نۀ شى وژلے چې جرګې ته پېش شوے نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 35:12
10 Iomraidhean Croise  

او اوس بادشاه سلامت، زما ټول خپلوان زما خِلاف شوى دى او ما ته وائى چې زۀ خپل زوئ هغوئ ته حواله کړم، نو چې هغوئ يې د خپل ورور په بدل ووژنى. کۀ هغوئ داسې وکړى نو زۀ به بې‌زويه پاتې شم. هغوئ به زما آخرى اُميد هم ختم کړى او زما يو زوئ به هم نۀ وى چې د هغې په وجه زما د خاوند نوم د زمکې په مخ باقى پاتې شى.“


شپږ ښارونه خوښ کړئ،


دا به د مړ شوى کس د نزدې خپلوانو ذمه وارى وى چې قاتِل مړ کړى. چې کله يې هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.


کۀ څوک يو کس په غلطۍ سره ووژنى چې هغه يې دشمن نۀ وى، نو هغه د دې ښارونو نه يو ښار ته تښتېدلے شى چې بچ شى.


خو کۀ صِرف يو ښار وے او هغې ته فاصله هم ډېره وے، نو کېدے شى چې د هغه کس بدل اخستونکى خپلوان يې ونيسى او په غصه کښې يو بې‌ګناه ګاونډى ووژنى. خو په غلطۍ سره هغۀ خپل ګاونډى مړ کړو چې دشمن يې نۀ وو.


چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د پناه دپاره ښارونه خوښ کړئ لکه څنګه چې ما موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


دا د ټولو بنى اِسرائيلو او د پردى مُلک هغه ټولو مسافرو دپاره د پناه ښارونه وُو کوم مسافر چې د هغوئ سره اوسېدل. هر چا به چې هم په غلطۍ سره يو کس وژلے وو نو هغۀ ته به د هغه کس نه په هغه ښارونو کښې پناه مِلاوېده چا به چې بدل اخستل غوښتل، چې ترڅو پورې په هغۀ باندې په عوامى عدالت کښې فېصله نۀ وه شوې نو هيڅ څوک به نۀ شول وژلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan