Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 35:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو تاسو به د پناه ښارونه خوښ کړئ چې يو سړے په غلطۍ سره څوک مړ کړى نو چې هلته تښتېدلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 35:11
9 Iomraidhean Croise  

خو کۀ دا د خُدائ پاک نه راپېښه شوې وى او هغۀ دا قصداً نۀ وى وژلے، نو هغه به د پناه دپاره يو داسې ځائ ته وتښتى چې کوم درته زۀ ښايم او هلته به په پناه کښې وى.


چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.


کۀ يو مشر ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،


دا ځايونه به د بنى اِسرائيلو او د مسافرو دپاره د پناه ښارونه وى چې هغوئ د پردى مُلک وى يا په مستقله توګه اوسېدونکى وى. هر څوک چې په غلطۍ سره څوک ووژنى نو هغه به دې ښارونو ته تښتېدے شى.


تاسو به ليويانو له د پناه دپاره شپږ ښارونه ورکوئ کۀ چرې يو سړے يو کس په غلطۍ سره ووژنى نو هلته به تښتى. د دې نه علاوه، هغوئ له دوه څلوېښت ښارونه ورکړئ


کله چې څوک په غلطۍ سره داسې څوک ووژنى چې دشمنى يې ورسره نۀ وى نو قاتِل به د دې ښارونو نه يو ښار ته د پناه دپاره وتښتى او خپل ژوند به بچ کړى.


چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د پناه دپاره ښارونه خوښ کړئ لکه څنګه چې ما موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan