Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 35:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 35:1
12 Iomraidhean Croise  

نو داسې بنى اِسرائيلو ليويانو ته د اوسېدو دپاره ښارونه حواله کړل، سره د څرن د زمکې چې د دې ښارونو نه ګېرچاپېره وې.


خو، ليويان هر وخت دا حق لرى چې په ښارونو کښې خپل هغه جائيداد واپس واخلى چې هغوئ ته حواله شوے وى.


بنى اِسرائيلو مخکښې سفر کولو او د موآب په مېدانونو کښې يې د اُردن پورې غاړه يريحو ته مخامخ خېمې ولګولې.


موسىٰ او اِلى‌عزر هم هغه شان وکړل او د دې عُمر ټول سړى يې راوغوښتل. هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې راغونډ شول. دا هغه اِسرائيليان وُو چې د مِصر مُلک نه وتلى وُو،


دا ټولې قبيلې موسىٰ او اِلى‌عزر په هغه وخت وشمېرلې چې د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې يې د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى وکړه.


او موسىٰ، اِلى‌عزر او د بنى اِسرائيلو ټول قوم له يې راوړل، چې هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې وُو.


د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،


دا هغه کسان دى چې مالِک خُدائ د کنعان په مُلک کښې په خلقو باندې د زمکې تقسيمولو دپاره مقرر کړل.


”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کوم ميراث هغوئ ته مِلاو شوے دے د هغې نه به څۀ ښارونه د اوسېدو دپاره او د ښارونو نه ګېرچاپېره د څرن زمکه خامخا ليويانو له ورکوى.


دا هغه اصُول او قانون دے کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه د موآب په مېدانونو کښې د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ بنى اِسرائيلو له ورکړو.


بنى اِسرائيلو هغه زمکه هم هغه شان تقسيم کړه لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


د ليوى قبيلې د کورَنو مشران اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو له لاړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan