8 او د هغه ځائ نه د حمات درې پورې به وى او صداد ته به ورسيږى
د حمات بادشاه توعى خبر شو چې داؤد د هددعزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.
سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته يوه لويه ګڼه وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مِصر سرحد پورې وه.
هغۀ هغه ټوله علاقه فتح کړه کومه چې مخکښې د اِسرائيل وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مړ درياب پورې وه. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى د امتى زوئ يُونس په ذريعه د هغې وعده کړې وه، څوک چې د جاتحِفر وو.
اروادى، صمارى او حماتى.
نو داؤد د ټول مُلک نه بنى اِسرائيليان راغونډ کړل، په جنوب کښې د مِصر د سرحد نه واخله په شمال کښې د حمات درې پورې، د دې دپاره چې د لوظ صندوق د قِريَتيعريم نه يروشلم ته راوړى.
ما د کلنو، کرکميس، حمات او د ارفاد ښارونه فتح کړى دى. ما سامريه او دمشق فتح کړے دے.
خو د بابليانو لښکر ورپسې وو او د يريحو سره نزدې يې په هوار مېدان صدقياه ونيولو. هغوئ هغه د بابل نبوکدنضر بادشاه له بوتلو، څوک چې په رِبله کښې د حمات په علاقه کښې وو. هلته د بابل بادشاه په صدقياه د سزا فېصله واوروله.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج په خپله فرمائى چې، ”اے بنى اِسرائيله، زۀ به ستا خلاف يو قوم درولېږم، چې په تاسو به د ليبوحمات نه تر عرابه وادۍ پورې ظلم کوى.“
نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل او هغه مُلک يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے.
او زفرون ته به هم ورسيږى او په حصر عينان کښې به ختم شى.