4 بيا به دا په جنوب کښې د لړم درې طرف ته تاو وى او د صين صحرا نه واخله تر قادِس برنيع پورې به وى. د هغه ځائ نه به دا سرحد حصر ادار او عصمون ته ورسيږى،
نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل او هغه مُلک يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے.
او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو او هغه مېوه يې ورته وښودله چې کومه يې راوړې وه.
په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.
دغه شان ستاسو پلار نيکۀ هم کړى وُو کله چې ما هغوئ د قادِس برنيع نه ولېږل چې هغه مُلک وګورى.
جنوبى سرحد به د صين صحرا او د ادوم سرحد پورې وى. دا به د نمرخاتۀ په طرف د مالګې درياب د جنوبى آخرى سر نه شروع کيږى.
د يهوداه قبيلې کورَنو ته د زمکې يوه حِصه مِلاو شوه چې داسې بيان شوې ده، هغه مُلک په جنوب کښې د ادوم د سرحد سره د صين صحرا آخرى جنوبى سر ته ورسېدو.
د اموريانو د حد پوله د لړم درې نه واخله تر سلع پورې او د دې نه اخوا هم وه.