2 او د بنى اِسرائيلو دپاره يې دا اصُول ورته وښودل، ”کله چې تاسو کنعان ته ورننوځئ، کوم مُلک چې زۀ تاسو له درکوم، ستاسو د علاقې حدونه به داسې وى.
د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے.
زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“
هغۀ وفرمائيل، ”تاسو ته به زۀ د کنعان مُلک درکړم، لکه د خپل حق په شان به يې په ميراث کښې درکړم.“
زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.
”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دا هغه سرحدونه دى په کومو به چې تۀ زمکه د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مينځ کښې ميراث دپاره تقسيم کړې. د يوسف د اولاد دپاره به دوه حصې وى.
تۀ دا د هغوئ په مينځ کښې برابر تقسيم کړه، ځکه چې ما قسم خوړلے وو چې دا به ستاسو پلار نيکۀ له ورکړم، دا زمکه به ستاسو ميراث شى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل
هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.
چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو، د دې دپاره چې د هغۀ ثناء صِفت او جلال بيان کړُو.
نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے،
يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. يشوَع دا بنى اِسرائيلو له ورکړو چې خپل ميراث يې شى او په هره قبيله باندې يې په حِصو کښې تقسيم کړو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.
اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى،
نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له هغه ټول مُلک ورکړو د کوم يې چې د هغوئ پلار نيکۀ سره د ورکولو لوظ کړے وو. کله چې بنى اِسرائيلو دا مُلک قبضه کړو، نو هغوئ هلته په هغه مُلک کښې دېره شول.