Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 34:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 د هرې قبيلې نه يو يو مشر سړے هم خوښ کړه چې د دې په تقسيمولو کښې د هغوئ مدد وکړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 34:18
6 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،


”اِلى‌عزر اِمام او د نون زوئ يشوَع به په خلقو باندې زمکه تقسيم کړى.


دا هغه سړى دى چې مالِک خُدائ خوښ کړل، د يهوداه قبيلې نه کالب زوئ د يفُنه، د شمعون قبيلې نه شلوميئيل زوئ د عميهود، د بنيامين قبيلې نه اليداد زوئ د کسلون، د دان قبيلې نه بُقى زوئ د يجلى، د منسى قبيلې نه حنى‌ايل زوئ د ايفود، د اِفرائيم قبيلې نه قمواېل زوئ د سِفتان، د زبولون قبيلې نه اليصفن زوئ د فرناح، د يساکار قبيلې نه فلطى‌ايل زوئ د عزان، د آشر قبيلې نه اخيهود زوئ د شلومى او د نفتالى قبيلې نه فدهيئيل زوئ د عميهود.


دا هغه کسان دى چې مالِک خُدائ د کنعان په مُلک کښې په خلقو باندې د زمکې تقسيمولو دپاره مقرر کړل.


اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع، د بنى اِسرائيلو د کورَنو مشرانو د زمکې دا برخې د پچې په ذريعه حواله کړې او په سيلا کښې يې د مالِک خُدائ سره د مشورې په مطابق د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې داسې وکړل، نو په دې طريقه هغوئ د زمکې تقسيمول ختم کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan