16 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
نو ځکه په تاسو کښې به هيڅوک د مالِک خُدائ په مجلس کښې نۀ وى چې زمکه په پچه تقسيم کړى.
دې دوه نيمو قبيلو ته د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته يريحو ته مخامخ خپله زمکه مِلاو شوې ده.“
”اِلىعزر اِمام او د نون زوئ يشوَع به په خلقو باندې زمکه تقسيم کړى.
دا هغه حِساب کِتاب دے چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د کنعان مُلک په بنى اِسرائيلو باندې څنګه تقسيم شوے وو. اِلىعزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د بنى اِسرائيلو د قبيلو کورَنو مشرانو دا په خلقو باندې تقسيم کړو.
نو يشوَع د هغوئ دپاره په سيلا کښې پچه واچوله چې د مالِک خُدائ سره مشوره وکړى او د بنى اِسرائيلو هرې پاتې شوې قبيلې ته يې د زمکې خپله خپله برخه حواله کړه.