15 دې دوه نيمو قبيلو ته د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته يريحو ته مخامخ خپله زمکه مِلاو شوې ده.“
د هغۀ د حُکم لاندې به مونږ د کنعان مُلک ته ورواوړُو او جنګ له به لاړ شُو، خو زمونږ ميراث به د اُردن هم دې غاړې ته وى.“
نو موسىٰ د جاد او روبين او د منسى نيمې قبيلې ته د امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج ټوله علاقه په حواله کړه، چې په کښې ښارونه او ګېرچاپېره مُلک هم وو.
د روبين او جاد او د منسى نيمې قبيلې ته مخکښې خپل ميراث مِلاو شوے دے، چې د هغوئ د کورَنو په مطابق تقسيم شوے دے.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
کله چې تاسو مخ په وړاندې روان وئ، نو هغۀ هغه قومونه وشړل چې ستاسو نه لوئ او طاقتور وُو، چې هغه تاسو د هغوئ مُلک ته راولى او در يې کړى، کوم مُلک چې نن هم ستاسو دے.