7 د هغه ځائ نه هغوئ فىهخيروت ته واپس شول، چې د بعلصفون نمرخاتۀ په طرف دے او مجدال ته نزدې يې خېمې ولګولې.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې واپس راوګرځى او فىهخيروت ته مخامخ، د مجدال او د درياب په مينځ کښې بعلصفون ته نزدې خېمې ولګوى.
د مِصريانو لښکر، سره د ټولو آسونو، جنګى ګاډو او په آسونو سوارۀ کسان په دوئ پسې وُو او هلته ور ورسېدل چرته يې د درياب سره فىهخيروت او بعلصفون ته نزدې خېمې لګولې وې.
هغوئ د فىهخيروت نه لاړل، د سيند نه پورې وتل او د شور صحرا ته وردننه شول، د درېو ورځو مزل نه پس هغوئ په ماره کښې خېمې ولګولې.