56 کۀ تاسو هغوئ ونۀ شړل، نو زۀ به تاسو تباه کړم، لکه څنګه چې ما د هغوئ د تباه کولو منصوبه جوړه کړې ده.“
نو هغه مُلک به تاسو نۀ شړى، لکه چې څنګه يې غېرقومونه وشړل کوم چې ستاسو نه مخکښې هلته اوسېدل.
د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې هلته اوسيږى، هغه غېرقومونه به ترې نه وباسم نو تاسو به هغه مُلک ته ورننوځئ. زۀ د هغوئ د ټولو بدو عملونو په وجه د هغوئ نه کرکه کوم.
خو کۀ تاسو د هغه مُلک اوسېدونکى ونۀ شړل، نو هغوئ به ستاسو دپاره داسې وى لکه چې په سترګو کښې تېرۀ خسڼے او د لارې خنډ وى، چرته چې تاسو اوسېږئ نو هلته به هغوئ تاسو له تکليف درکوى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل
لکه څنګه چې مالِک خُدائ په خوشحالۍ سره تاسو کامياب کړئ او ستاسو شمېر يې زيات کړو، نو هم دغه شان هغه به خوشحالۍ سره تاسو تباه کړى او تباهى به درباندې راولى. تاسو به د هغه مُلک د بېخ نه وويستلے شئ کوم چې تاسو قبضه کوئ.
مالِک خُدائ سخت په قهر شو او د خپل لوئ قهر په وجه يې د هغوئ د مُلک نه راوويستل او يو پردى مُلک ته يې وشړل او هغوئ تر نن ورځ پورې هلته دى.“