Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 33:55 - Pakistani Yousafzai Pashto

55 خو کۀ تاسو د هغه مُلک اوسېدونکى ونۀ شړل، نو هغوئ به ستاسو دپاره داسې وى لکه چې په سترګو کښې تېرۀ خسڼے او د لارې خنډ وى، چرته چې تاسو اوسېږئ نو هلته به هغوئ تاسو له تکليف درکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 33:55
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ خپل مُلک کښې اوسېدو ته مۀ پرېږدئ، کۀ تاسو پرېښودل نو هغوئ به تاسو دوکه کړى او زما خِلاف ګناه کولو ته به مو جوړ کړى. کۀ تاسو د هغوئ د معبودانو عبادت وکړئ نو دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“


”د بنى اِسرائيلو د خلقو به نور کينه لرونکى ګاونډيان نۀ وى کوم چې لکه د درد ورکونکى ازغو او تېرۀ غنو په شان وُو. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.


کۀ تاسو هغوئ ونۀ شړل، نو زۀ به تاسو تباه کړم، لکه څنګه چې ما د هغوئ د تباه کولو منصوبه جوړه کړې ده.“


او د دې عجيبه روحانى کشفونو په وجه چې زۀ پرې مغروره نۀ شم زما په بدن کښې د شېطان فرښتې زما د تکليف دپاره ازغے وټومبلو، چې زۀ فخر ونۀ کړم.


هغه هر يو قوم تباه کړئ په کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو زورَور کړى يئ او چې په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ. د هغوئ د معبودانو عبادت مۀ کوئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


ځکه چې هغوئ به بيا ستاسو اولاد د مالِک خُدائ نه واړوى چې د هغوئ د معبودانو عبادت به کوى. نو بيا به د مالِک خُدائ غضب په تاسو راشى او تاسو به سمدستى تباه کړى.


نو بيا به تاسو د هغه خلقو سره کار نۀ لرئ کوم چې ستاسو سره پاتې وى، نۀ به د هغوئ د معبودانو نومونه په ژبه راولئ، او نۀ به دا نومونه د قسم دپاره استعمالوئ، نۀ به د هغه معبودانو عبادت کوئ او نۀ به ورته سجده لګوئ.


اوس زۀ تاسو ته وايم چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به دا خلق نۀ شړم. هغوئ به ستاسو دشمنان شى او د هغوئ معبودان به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan