54 هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو او قومونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قبيلې له ډېره زمکه ورکړئ او وړې قبيلې له لږه زمکه ورکړئ.
په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړوکوالى په اندازه معلوم کړے شى.“
په دې کښې د هغه صيدانيانو ټوله علاقه شامله ده کوم چې د لبنان د غرونو او مسرفات مائم په مينځ کښې د غرونو په مُلک کښې اوسيږى. کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې ځى نو زۀ به دا ټول خلق وشړم. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے نو تۀ به هغه مُلک په بنى اِسرائيلو باندې تقسيم کړې.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته نهه نيمو قبيلو ته د ميراث د مِلاوېدو دا فېصله دې د پچې په ذريعه وشى.
اول پچه د بنيامين د قبيلې راوتله. د هغوئ زمکه د يهوداه او يوسف قبيلو په مينځ کښې پرته وه.