50 د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
بنى اِسرائيلو مخکښې سفر کولو او د موآب په مېدانونو کښې يې د اُردن پورې غاړه يريحو ته مخامخ خېمې ولګولې.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو د اُردن نه د کنعان مُلک ته واوړئ،
يشوَع هغه ټول ښارونه او د دې بادشاهان ونيول، هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ حُکم کړے وو.
مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له حُکم ورکړے وو، موسىٰ دا حُکم يشوَع له ورکړو او يشوَع ورباندې عمل وکړو. هغۀ هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ موسىٰ ته د هغې حُکم کړے وو.