4 چا چې خپل مشران زامن ښخول چې مالِک خُدائ وژلى وُو. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د معبودانو سره اِنصاف کړے وو.
نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل، او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.
په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.
اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“
دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى.
مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.