3 د کال د وړومبۍ مياشتې په پينځلسمه ورځ اِسرائيليان د مِصر نه لاړل، دا د اول ځل د فسحې اختر پسې ورځ وه. هغوئ د رعمسيس ښار نه زړَور لاړل چې ټولو مِصريانو ورته کتل،
بيا يوسف خپل پلار او خپلو وروڼو له رعمسيس ښار ته نزدې د مِصر د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړه، لکه څنګه چې فِرعون حُکم کړے وو.
په مِصر کښې ډېره خوشحالى وشوه د هغوئ په تلو، ځکه چې په هغوئ باندې دباؤ غورزېدلے وو د اِسرائيلو.
نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.
”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى.
بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو.
د وړومبۍ مياشتې په دې ورځ چې د ابيب مياشت ده تاسو د مِصر نه روان يئ.
مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او هغه په بنى اِسرائيلو پسې روان شو نو بنى اِسرائيل زړَور روان وُو.
ضرورى نۀ ده چې تاسو په منډه لاړ شئ، او نۀ تاسو ته اچانک د تېښتې ضرورت شته، ولې چې مالِک خُدائ به ستاسو نه وړاندې ځى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.
څوک چې لاره کولاو کړى هغه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، هغوئ به دروازې ماتې کړى او بهر به وځى. د هغوئ بادشاه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، مالِک خُدائ به د هغوئ رهنمائى کوى.
د مالِک خُدائ په حُکم باندې، موسىٰ به هر ځل د هغه ځائ نوم ليکلو چرته به چې هغوئ خېمې لګولې.