10 هغوئ د ايليم نه لاړل او بحرِقُلزم ته نزدې يې خېمې ولګولې.
د بنى اِسرائيلو ټول قوم د ايليم نه په سفر روان شو او د دوېمې مياشتې په پينځلسمه ورځ دوئ د صين بيابان ته راغلل، دا د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه پس وُو، کوم چې د ايليم او سينا په مينځ کښې دے.
د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.
بيا هغوئ د بحرِقُلزم نه لاړل او د صين په بيابان کښې خېمې ولګولې.
د هغې ځائ نه هغوئ ايليم ته لاړل، چرته چې هغوئ خېمې ولګولې، ځکه چې هلته د اوبو دولس چېنې وې او د کجورو اويا ونې وې.