1 بنى اِسرائيلو د لښکرو په شکل کښې په دې مرحلو کښې سفر وکړو او د موسىٰ او هارون په مشرۍ کښې د مِصر نه لاړل.
هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو، او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.
تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.
بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو.
هم په هغه ورځ څلور سوه دېرش کاله پوره شول، چې د مالِک خُدائ د خلقو ټولې قبيلې د مِصر نه ووتلې.
هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.
نو هغۀ دا خلق د صحرا په کږه وږه لار د بحرِقُلزم په طرف بوتلل. بنى اِسرائيلو د جنګ دپاره قطارونه جوړ کړى وُو.
هارون او موسىٰ هغه کسان وُو چا ته چې مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر نه بهر بوځئ.“
ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.
د مالِک خُدائ په حُکم باندې، موسىٰ به هر ځل د هغه ځائ نوم ليکلو چرته به چې هغوئ خېمې لګولې.
ما بيا موسىٰ او هارون ولېږل او په مِصر باندې مې لوئ افتونه راوستل او د هغې نه پس ما تاسو راوويستلئ.
کله چې يعقوب او د هغۀ خاندان مِصر ته لاړل، نو ستاسو پلار نيکۀ د مدد دپاره فرياد وکړو او هغۀ موسىٰ او هارون راولېږل او هغوئ ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل او په دې مُلک کښې يې دېره کړل.