7 تاسو د بنى اِسرائيلو زړونه ولې راماتوئ چې د اُردن سيند نه پورې وځى او هغه مُلک ته ننوځى چې کوم مالِک خُدائ ورکړے دے؟
هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”مونږ هغه مُلک وکتلو چې زرخېز او آباد وو او دا يې لږه شان مېوه ده.
خو هغه سړو ووئيل کوم چې د کالب سره تلى وُو، ”نه. مونږ تکړه نۀ يُو چې حمله ورباندې وکړُو، هغه خلق زمونږ نه زيات طاقتور دى.“
د هغوئ نومونه دا وُو يعنې د روبين قبيلې نه، سموع زوئ د زکور،
بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بېصبره شول
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ستاسو وروڼه اِسرائيليان جنګ له روان دى او تاسو دلته ايسارېږئ څۀ؟
هغوئ د اسکال وادۍ پورې لاړل او هغه مُلک يې وليدو، خو چې کله هغوئ راواپس شول، نو هغوئ د بنى اِسرائيلو اراده بدله کړه چې هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.
خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“
مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.