6 موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ستاسو وروڼه اِسرائيليان جنګ له روان دى او تاسو دلته ايسارېږئ څۀ؟
اورِياه ورته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو او د يهوداه سړى په جنګ کښې دى او د لوظ صندوق د هغوئ سره دے، زما مشر يوآب او د هغۀ آفسرانو په مېدان کښې خېمې لګولې دى. زۀ څنګه کور ته لاړ شم، يا څنګه خوراک څښاک وکړم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زۀ ستا په سر قسم خورم چې زۀ به داسې کار هيڅکله ونۀ کړم.“
کۀ ستاسو خوښه وى نو مونږ له دا زمکه راکړئ چې زمونږ ميراث شى، ځکه چې مونږ ستاسو خِدمتګاران يُو او مونږ مۀ مجبوروئ چې لاړ شُو او د اُردن سيند نه پورې غاړه اوسيږو.“
تاسو د بنى اِسرائيلو زړونه ولې راماتوئ چې د اُردن سيند نه پورې وځى او هغه مُلک ته ننوځى چې کوم مالِک خُدائ ورکړے دے؟
نۀ بېادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى.
تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ.
هغوئ ولې د ګډو سره وروستو پاتې شول؟ چې شپانو ته غوږ ونيسى چې رَمو ته آوازونه کوى؟ آو، د روبين قبيله شش او پنج کښې شوه، هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې راشى.