40 نو موسىٰ د مکير قبيلې له جِلعاد ورکړو او هغوئ هلته اوسېدل.
او د سجوب يو زوئ وو چې نوم يې يائير وو. يائير د جِلعاد په علاقه کښې په درويشتو ښارونو باندې حکومت کولو.
”کله چې مونږ په هغه مُلک قبضه وکړه، نو ما د ارنون سيند ته نزدې د عروعير ښار علاقه او د غرونو مُلک جِلعاد برخه، سره د دې د ښارونو د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه.
د نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن يوه برخه د يوسف مشر زوئ منسى اولاد څۀ کورَنو ته مِلاو شوې وه. د جِلعاد پلار مکير، چې د منسى مشر زوئ وو هغه يو تکړه فوجى وو، نو په دې وجه جِلعاد او د نمرخاتۀ طرف ته بسن هغۀ ته حواله شوى وُو.