Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 32:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 د روبين قبيلې دا ښارونه بيا جوړ کړل، حسبون، اِلى‌عالى، قِريَتائم،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 32:37
10 Iomraidhean Croise  

يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو،


د حسبون او اِلى‌عالى خلق په ژړا دى او د هغوئ ژړا تر يهض پورې اورېدے شى. د موآب فوجيان په يره کښې نعرې وهى، او هغوئ بې‌حوصلې شوى دى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د موآب په حقله فرمائى، ”په نبو ښار باندې افسوس، ځکه چې دا ښار به تباه شى. د قِريَتائم بې‌حرمتى به وشى او قبضه به کړے شى. او د مضبوطې قلعه بې‌حرمتى به وشى او ټوټه ټوټه به شى.


د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلى‌عالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلت‌شليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى.


نو په دې وجه، زۀ به د موآب سرحدى ښارونه حملې دپاره پرېږدم چې په هغې کښې د بيت‌يسيموت، بعل معون او قِريَتائم ښکلى ښارونه شامل دى.


نو دا ځکه شاعران وائى، ”د سيحون بادشاه ښار ته، حسبون ته راشه، مونږ دا آباد او ودان غواړُو.


”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کوم مُلک نيولو کښې مدد کړے وو په هغې کښې دا ښارونه وُو، عطاروت، ديبون، يعزير، نمراه، حسبون، اِلى‌عالى، سبام، نبو او بعون. دا زمکه د څاروو دپاره ښۀ ده او مونږ سره ډېر څاروى دى.


د بيت‌نِمره او د بيت‌هاران ښارونه هم جوړ کړل. د هغې ګېرچاپېره يې دېوالونه جوړ کړل او د خپلو رمو د ساتلو دپاره يې ځايونه هم جوړ کړل.


نبو، بعل معون، (دا نومونه وروستو بدل کړے شول) او سبماه. هغوئ چې کوم ښارونه بيا جوړ کړل نو نوى نومونه ورباندې کېښودل.


قِريَتائم، سبماه او په وادۍ کښې په غر باندې ضره‌سحر،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan