33 نو موسىٰ د جاد او روبين او د منسى نيمې قبيلې ته د امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج ټوله علاقه په حواله کړه، چې په کښې ښارونه او ګېرچاپېره مُلک هم وو.
د يرياه په خپلوانو کښې دوه زره او اووۀ سوه تکړه سړى وُو. داؤد بادشاه هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته ولېږل او هغوئ يې د روبين، جاد او منسى د نيمې قبيلې مشران مقرر کړل. هغوئ د هغه ټولو کارونو ذمه وار وُو چې د هغې تعلق د خُدائ پاک او د بادشاه د خِدمت سره وو.
د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى په قبيلو کښې څلور څلوېښت زره اووۀ سوه او شپېتۀ فوجيان وُو، چې د ډالونو، تُورو او غشو په وړلو او استعمالولو باندې ښۀ پوهېدل.
د روبين او جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يعزير او جِلعاد زمکه د څاروو دپاره ښۀ وه،
د هغۀ د حُکم لاندې به مونږ د کنعان مُلک ته ورواوړُو او جنګ له به لاړ شُو، خو زمونږ ميراث به د اُردن هم دې غاړې ته وى.“
د روبين او جاد او د منسى نيمې قبيلې ته مخکښې خپل ميراث مِلاو شوے دے، چې د هغوئ د کورَنو په مطابق تقسيم شوے دے.
دې دوه نيمو قبيلو ته د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته يريحو ته مخامخ خپله زمکه مِلاو شوې ده.“
د هغوئ مُلک مو ونيولو او دا مونږ د روبين او جاد په قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړو.
بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.
موسىٰ او بنى اِسرائيلو دې دوو بادشاهانو له شکست ورکړے وو. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د هغوئ مُلک د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې له د دې دپاره ورکړے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.
موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مُلک د مخکښې نه هغه نورو دوه نيمو قبيلو ته حواله کړے وو. د يوسف اولاد په دوو قبيلو کښې تقسيم وو، منسى او اِفرائيم. موسىٰ په هغه زمکه کښې ليويانو له هيڅ حِصه ورنۀ کړه. خو هغوئ ته د اوسېدو دپاره داسې ښارونه مِلاو شول چې د هغوئ د څاروو او رَمو دپاره پټى په کښې وُو.
نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے.
هغه نور د جاد او جِلعاد علاقې ته د اُردن سيند نه پورې وتل. ساؤل تر اوسه پورې په جِلجال کښې وو او د هغۀ سره چې کوم خلق وُو هغوئ د يرې نه ريږدېدل.