30 خو کۀ هغوئ د اُردن نه پورې نۀ وځى او ستاسو سره جنګ له لاړ شى، نو هغوئ ته به د زمکې خپله حِصه د کنعان په مُلک کښې ملاويږى، لکه څنګه چې تاسو ته ملاويږى.“
”کۀ د جاد او روبين سړى د اُردن نه پورې وځى چې هغوئ د مالِک خُدائ په حُکم باندې جنګ ته تيار دى او کۀ د هغوئ په مدد سره هغه مُلک فتح کړى، نو بيا هغوئ له د جِلعاد زمکه په ميراث کښې ورکړئ.
د جاد او روبين کسانو ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.
نو بيا، کۀ ستاسو مُلک د عبادت دپاره ښۀ نۀ وى، نو د مالِک خُدائ مُلک ته ورننوځئ، چرته چې د هغۀ مقدسه خېمه ده. زمونږ په مينځ کښې په څۀ زمکه باندې دعوىٰ وکړئ. خو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى مۀ کوئ او نۀ چې مونږ سرکشه کړئ چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د قربانګاه نه علاوه يوه قربانګاه جوړه کړُو.