بيا به مونږ دې ته تيار يُو چې د خپلو بنى اِسرائيلو سره جنګ له لاړ شُو او حمله وکړُو تر دې پورې چې هغه مُلک ته يې بوځُو چې کوم به د هغوئ وى. نو په هغه دوران کښې به زمونږ ښځې او ماشومان په هغه پَخو ښارونو کښې اوسيږى، دا ښارونه به د هغه مُلک د خلقو نه د حِفاظت دپاره وى.
هغوئ ووئيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ تا ته حُکم درکړے دے چې زمکه د پچې په ذريعه په بنى اِسرائيلو تقسيم کړه. مالِک خُدائ دا حُکم هم کړے دے چې زمونږ د خپلوان صِلافحاد جائيداد د هغۀ لوڼو له ورکړه.