شمېر 32:22 - Pakistani Yousafzai Pashto22 او هغه مُلک ونيسى. بيا تاسو راواپس کېدے شئ، ځکه چې تاسو به د مالِک خُدائ او د خپلو بنى اِسرائيلو سره ذمه وارى پوره کړې وى. نو بيا د مالِک خُدائ په نظر کښې دا مُلک ستاسو دے. Faic an caibideil |
او د هغه کورونو په حقله دا اصُول يې ورته وښودل چې خورېدونکى پشم په حقله وى. (دا اصُول د بنى اِسرائيلو دپاره وُو چې کله هغوئ د کنعان مُلک ته ننوتلى وے نو د هغې نه پس به پرې عمل کېدلے، کوم مُلک چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو چې خپل يې شى.) کۀ چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ د هغۀ په کور پشم راوستے دے، نو هغه به خامخا ځى او د دې په حقله به اِمام ته وائى.
هغه مُلک چې مالِک خُدائ يې بنى اِسرائيلو له ورکوى چې د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دے، د هغې په نيولو کښې تر هغې پورې د بنى اِسرائيلو مدد وکړئ چې مالِک خُدائ هغوئ هلته په امن سره اوسېدو ته پرېښى نۀ وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو په امن کړى يئ. د هغې نه پس، تاسو واپس دې مُلک ته راتلے شئ کوم چې ما ستاسو په حواله کړے دے.