21 ستاسو د جنګ ټول سړى به د اُردن نه پورې وځى او د مالِک خُدائ د حُکم لاندې به زمونږ په دشمن حمله وکړى ترڅو چې مالِک خُدائ هغوئ له شکست ورکړى
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو هم دغه شان کوئ چې څنګه وايئ، نو دلته د مالِک خُدائ په حضور کښې د جنګ دپاره تلو ته تيار شئ.
او هغه مُلک ونيسى. بيا تاسو راواپس کېدے شئ، ځکه چې تاسو به د مالِک خُدائ او د خپلو بنى اِسرائيلو سره ذمه وارى پوره کړې وى. نو بيا د مالِک خُدائ په نظر کښې دا مُلک ستاسو دے.
”هغه څۀ مۀ هېروئ چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو ته فرمائيلى وُو چې، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له د آرام ځائ درکړى او هغه به تاسو له دا زمکه درکړى.“