19 مونږ به د اُردن هغه غاړې نه د هغوئ هيڅ جائيداد هم نۀ اخلو، ځکه چې مونږ ته خپله حِصه دلته د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده.“
د ابرام ورارۀ لوط، په سدوم کښې اوسېدو، نو هغه يې هم بوتلو او هر څۀ يې ترې واخستل.
د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيلبيتمعکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.
کوم ميراث چې انسان ته زر حاصل شى، نو په آخره کښې به هغه دۀ ته د برکت ذريعه نۀ وى.
دې دوه نيمو قبيلو ته د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته يريحو ته مخامخ خپله زمکه مِلاو شوې ده.“
د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د مخکښې نه هغه زمکه اخستې وه کومه چې موسىٰ، د مالِک خُدائ خِدمتګار هغوئ له ورکړې وه، دا د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته وه.