13 مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر وو او څلوېښت کاله يې په بيابان کښې سرګردانه کړى وُو تر دې پورې چې هغه ټول نسل مړ شو چا چې مالِک خُدائ نارضا کړے وو.
په هغوئ کښې ځينې په خوشى بيابان کښې سرګردانه ګرځېدل، او د خپل ځان دپاره يې د اوسېدلو ښار پېدا نۀ کړو.
نو د هغوئ ژوند بېاهميته تير شو، عمر يې په يره يره تير شو.
تر څلوېښتو کالو پورې هغه نسل ته غصه وم، ما ووئيل چې، ”دا هغه خلق دى چې زړونه يې ما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.“
بنى اِسرائيلو څلوېښت کاله من خوړل، تر دې پورې چې هغوئ د کنعان مُلک ته ورسېدل او هلته دېره شول.
هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.
خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.
تاسو به دلته په دې صحرا کښې مړۀ شئ.
خو په هغوئ کښې د ډېرو نه خُدائ پاک راضى نۀ وو نو ځکه د هغوئ لاشونه په بيابان کښې خوارۀ وارۀ شول.
ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک څنګه تاسو له په هر کار کښې برکت درکړے دے. کله چې تاسو په دې لوئ بيابان کښې سرګردانه ګرځېدئ نو هغۀ ستاسو خيال ساتلے دے. هغه په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو مل وو او په تاسو باندې د يو څيز کمے هم نۀ دے راغلے.
نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى.
نو مالِک خُدائ به بنى اِسرائيلو ته سخت په قهر شو او وبه يې فرمائيل، ”دې نسل هغه لوظ مات کړے دے چې ما يې د دوئ پلار نيکۀ له د پوره کولو حُکم ورکړے وو. ځکه چې دوئ زما نافرمانى کړې ده،