12 خو صرف د يفُنه زوئ کالب قنزى او د نون زوئ يشوَع د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ پسې روان وُو.“
ما خپل ځان تا پورې تړلے دے، ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم.
چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.
خو زما خِدمتګار کالب د نورو په شان نۀ دے او هغۀ په پوره توګه زما تابعدارى کړې ده، نو زۀ به دے هغه مُلک له راولم کوم چې هغۀ ليدلے دے او هغه مُلک به د هغۀ د اولاد شى
ما دا وعده کړې وه چې تاسو به هلته اوسېږئ، خو د کالب او يشوَع نه بغېر به هيڅ څوک هم نۀ ورننه وځى.
مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې هغوئ ټول به په صحرا کښې مړۀ شى، نو د يفُنه د زوئ کالب او د نون زوئ يشوَع نه بغېر ټول مړۀ شول.
صِرف د يفُنه زوئ کالب به ورننوځى. ځکه چې هغه په ما ايمان لرى او زۀ به هغۀ او د هغۀ اولاد له هغه مُلک ورکړم د کوم چې هغۀ معلومات حاصل کړى دى.
د کالب ورارۀ او د قنز زوئ عتنىاېل هغه ښار قبضه کړو، نو کالب خپله عکسه لور هغۀ ته وادۀ کړه.