Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 32:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ”دوئ زما په لاره روان نۀ دى، نو زۀ قسم کوم چې کوم خلق د مِصر نه راوتلى دى هغه يو سړے به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى چې د کوم مُلک لوظ ما د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 32:11
9 Iomraidhean Croise  

هغوئ به هيڅکله هم هغه مُلک ته دننه نۀ شى د کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے دے. هغه هيڅ څوک به هم ورننه نۀ وځى چا چې زما سپکاوے کړے دے.


خو زما خِدمتګار کالب د نورو په شان نۀ دے او هغۀ په پوره توګه زما تابعدارى کړې ده، نو زۀ به دے هغه مُلک له راولم کوم چې هغۀ ليدلے دے او هغه مُلک به د هغۀ د اولاد شى


”د بنى اِسرائيلو د ټول قوم د کورَنو په مطابق مردم‌شمارى وکړئ، د هغو ټولو سړو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.“


ستاسو د دې بدعمله نسل نه يو کس به هم هغه زرخېز مُلک ته ورننه نۀ وځى چې د کوم د ورکولو لوظ ما ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے.


ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan