Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 32:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 مالِک خُدائ په هغه ورځ په قهر وو او يو لوظ يې وکړو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 32:10
8 Iomraidhean Croise  

نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“


خو بيا په صحرا کښې ما دوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ هغه مُلک ته رانۀ ولم کوم چې ما دوئ له ورکړے دے هغه مُلک چې زرخيزه دے، چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے،


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خلق به تر کومې پورې زما نه نفرت کوى؟ او په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګر چې د هغوئ په مينځ کښې ما ډېرې معجزې کړې دى؟


خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده،


هغوئ به هيڅکله هم هغه مُلک ته دننه نۀ شى د کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے دے. هغه هيڅ څوک به هم ورننه نۀ وځى چا چې زما سپکاوے کړے دے.


تاسو به مړۀ شئ او ستاسو لاشونه به په صحرا کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. ځکه چې تاسو زما خِلاف شکايت کړے دے، ستاسو يو کس به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې د شلو کالو نه زيات وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan