6 موسىٰ هغوئ د اِلىعزر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ له ولېږل، هغۀ د مقدسو سامانونو او د بيګلو ذمه وارى واخستله چې د اِشارو دپاره غږولے شول.
اورِياه ورته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو او د يهوداه سړى په جنګ کښې دى او د لوظ صندوق د هغوئ سره دے، زما مشر يوآب او د هغۀ آفسرانو په مېدان کښې خېمې لګولې دى. زۀ څنګه کور ته لاړ شم، يا څنګه خوراک څښاک وکړم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زۀ ستا په سر قسم خورم چې زۀ به داسې کار هيڅکله ونۀ کړم.“
زوئ د ابيسوع، زوئ د فينحاس، زوئ د اِلىعزر او زوئ د هارون څوک چې مشر اِمام وو.
دا مقدسه خېمه او د هغې ټول سامان د هغې نقشې په مطابق جوړ کړئ کومه چې زۀ درته ښايم.
خو هغوئ زړَور روان وُو چې د غرونو مُلک ته وخېژى، اګر چې نۀ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او نۀ موسىٰ د خېمو نه ورسره تلے وو.
نو د هرې قبيلې نه زر زر سړى خوښ کړے شول، دولس زره سړو د جنګ دپاره ملا وتړله.
د هغې نه مخکښې چې تاسو جنګ شروع کړئ، يو اِمام دې وړاندې راشى او لښکر ته دې ووائى،
نو بنى اِسرائيلو د اِلىعزر اِمام زوئ فينحاس د جِلعاد په مُلک کښې د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلقو له ولېږلو.
ساؤل اخياه اِمام ته ووئيل، ”پېش بند دلته راوړه.“ په دې ورځ اخياه پېش بند د بنى اِسرائيلو په وړاندې اغوستے وو.
کله چې داؤد خبر شو چې ساؤل ورباندې د حملې کولو منصوبه جوړوى، نو هغۀ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند دلته راوړه.“
هغه پېغام وړُونکى ورته په جواب کښې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه وتښتېدل، دا زمونږ دپاره ډېر خراب شکست وو، د دې نه علاوه، ستا زامن، حُفنى او فينحاس هم ووژلے شول او د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو.“