50 نو مونږ د سرو زرو کالى، بنګړى، کَړې، ګوتمې، والۍ او هارونه راوړُو چې مونږ هر يو کس اخستى دى. او مونږ يې مالِک خُدائ ته د خپل ژوند په کفاره کښې پېش کړُو، چې هغه مو بچ کړى.“
نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،
نو زۀ به څنګه مالِک خُدائ له د هغې بدل خلاص کړم، د هغۀ د ټولو هغه ښېګړو چې ما سره يې کړى دى.
زۀ به تا ته د شُکر ګزارۍ قربانى وکړم، او د مالِک خُدائ په نوم به دُعا وغواړم.
”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردمشمارى کوې، نو هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردمشمارى کيږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى.
چې د چا زړۀ هم غوښتل، ټولو نرانو او ښځو ښائسته ستنې، والۍ، ګوتې، امېلونه او د هر قِسم د سرو زرو کالى راوړل او مالِک خُدائ ته يې وقف کړل.
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربانګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.
او موسىٰ ته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د جنګ والا کسان وشمېرل کوم چې زمونږ د مشرۍ لاندې وُو او يو سړے هم په کښې کم نۀ دے.
موسىٰ او اِلىعزر ترې نه هغه ټول سرۀ زر او کالى واخستل.