Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 31:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 د دې حِصې نه موسىٰ د هر يو پنځوسو قېديانو او ځناورو نه يو يو واخستلو او چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو هم هغه شان يې دا ليويانو له ورکړل چې هغوئ د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 31:47
12 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو، څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.


بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.


خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“


کومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړے شوى وى د هغې نه، د هر پنځوسو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه د هر پنځوسو نه يو جدا کړئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار دى.“


بيا هغه آفسران موسىٰ له لاړل کومو چې د لښکر مشرى کړې وه


خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan