Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 31:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 نو موسىٰ اِلى‌عزر له دا برخه د مالِک خُدائ دپاره د خاص برخې په توګه ورکړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 31:41
14 Iomraidhean Croise  

بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.


کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“


مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا له زما ټولې خاص برخې درکوم چې د نذرانو په توګه دې نۀ شى سوزولے. دا زۀ تا او ستا اولاد له درکوم چې د همېشه دپاره ستاسو په حواله وى.


د قوم حِصه هم هغه هومره وه چې څومره د هغه کسانو وه چې جنګ له تلى وُو، درې لاکه اووۀ دېرش زره او پينځۀ سوه ګډې او چېلۍ، شپږ دېرش زره څاروى، دېرش زره او پينځۀ سوه خرۀ او شپاړس زره پېغلې.


هر يو اِمام هغه ټولې نذرانې د ځان دپاره ساتلے شى چې کومې هغوئ ته ورکړے شوې وى.“


اِسرائيليان چې هره يوه خاص برخه مالِک خُدائ ته پېش کوى نو هغه به د اِمام وى.


د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.


د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.


هغه مشران چې د جماعت ښۀ اِنتظام کوى، او خاص هغوئ چې په کلام اورولو او په تعليم ورکولو کښې خوارى کوى، هغوئ دې يو په دوه د عزت لائق وګڼلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan