4 د بنى اِسرائيلو د هرې قبيلې نه زر کسان د جنګ دپاره ولېږئ.“
ستاسو پينځۀ کسان به سلو له شکست ورکړى او سل کسان به لسو زرو له شکست ورکړى. ستاسو دشمنان به په جګړه کښې شکست وخورى.
نو موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”د جنګ دپاره تيار شئ، چې تاسو په ميديانيانو حمله وکړئ او د هغوئ نه د مالِک خُدائ بدله واخلئ.
نو د هرې قبيلې نه زر زر سړى خوښ کړے شول، دولس زره سړو د جنګ دپاره ملا وتړله.
مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى.
يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“