Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 31:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 کومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړے شوى وى د هغې نه، د هر پنځوسو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه د هر پنځوسو نه يو جدا کړئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 31:30
21 Iomraidhean Croise  

هغوئ له د مالِک خُدائ د حضور خېمې او کور د خيال ساتلو او د هغوئ د خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو د مدد کولو ذمه وارۍ ورکړے شوې وې، چې دا ذمه وارۍ د مالِک خُدائ د کور په خِدمت کښې ادا کېدې.


هغوئ د شپانو په کېمپونو هم حمله وکړه او ډيرې زياتې ګډې او اوښان يې بوتلل. بيا هغوئ يروشلم ته راواپس شول.


خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“


هغوئ د مقدسې خېمې دنننۍ پړدې، پاسنۍ پړدې، د ننوتلو دروازې د پړدې د خيال ساتلو ذمه وار وُو،


د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربان‌ګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


د هغه کسانو د حِصې نه چې جنګ له تلى وى، د هر پينځۀ سوو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه په هر پينځۀ سوو کښې يو د مالِک خُدائ دپاره جدا کړئ.


دا اِلى‌عزر اِمام له د مالِک خُدائ دپاره د خاص نذرانې په توګه ورکړئ.


موسىٰ او اِلى‌عزر هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.


د هغې نه پس، هغه د خپل هغه ليوى سره مدد کولے شى کوم چې په خېمه کښې خپله ذمه وارى ادا کوى، خو په خپله به هيڅ خِدمت نۀ کوى. نو داسې به تاسو ليويانو ته ذمه وارۍ حواله کوئ.“


د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.


اوس ساتونکو ته په کار دى چې هغوئ اعتبارى وى.


او ارخيپوس ته ووايئ چې، ”کوم خِدمت چې په مالِک کښې تا ته سپارلے شوے دے، هغه پوره کړه.“


د خپلو مشرانو خبره اورئ او د هغوئ د حُکم تابعدارى کوئ ځکه چې هغوئ ستاسو په روحانى ژوند نظر ساتى او خُدائ پاک به د هغوئ په خپله تپوس کوى، نو هغوئ دې خپله ذمه وارى په خوشحالۍ او بې‌شکايته سر ته رسوى، هسې نه چې تاسو ته د دې نه څۀ فائده مِلاو نۀ شى.


خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan