29 دا اِلىعزر اِمام له د مالِک خُدائ دپاره د خاص نذرانې په توګه ورکړئ.
کله چې اِمامان مقررولے شى هغه د ګډ پوښتۍ او پتُون کوم چې د مقررولو دپاره استعماليږى هغه به اوچت کړے شى او د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره به بېل کړے شى.
چې ليويانو ته ووايه، ”کله چې تاسو د بنى اِسرائيلو نه لسمه حِصه اخلئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى، نو تاسو به د دې لسمه حِصه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کوئ.
نو تاسو به مالِک خُدائ ته يوه خاص برخه هم پېش کوئ کومه چې تاسو د بنى اِسرائيلو د لسمې حِصې نه اخلئ. دا برخه به تاسو د مالِک خُدائ دپاره هارون اِمام له ورکوئ.
د هغه کسانو د حِصې نه چې جنګ له تلى وى، د هر پينځۀ سوو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه په هر پينځۀ سوو کښې يو د مالِک خُدائ دپاره جدا کړئ.
کومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړے شوى وى د هغې نه، د هر پنځوسو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه د هر پنځوسو نه يو جدا کړئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار دى.“
د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى.
ګورئ، چې تر کومې پورې تاسو په خپل مُلک کښې اوسېږئ نو چې ليويان هم هېر نۀ کړئ.