22-23 کوم څيز چې نۀ سوزيږى، لکه سرۀ زر، سپين زر، زېړ، اوسپنه، قلائى، يا سيکه، نو د پاکوالى دپاره به د اور نه تېرولے شى. نور ټول څيزونه به د پاکوالى د اوبو په ذريعه پاکولے شى.
د ضِله نه توبلقائِن پېدا شو، چې هغۀ به د پيتلو او اوسپنې نه هر قِسم آوزار جوړول. د توبلقائِن خور نعمه وه.
اوسپنه د زمکې نه راويستلے شى، او د کاڼو نه ويلې شوې تانبه راوځى.
موسىٰ، اِلىعزر او د قوم ټول مشران لاړل چې د کېمپ نه بهر د لښکر سره مِلاو شى.
اِلىعزر اِمام هغه سړو ته وفرمائيل کوم چې د جنګ نه راواپس شوى وُو، ”دا هغه اصُول دى چې مالِک خُدائ يې موسىٰ ته حُکم کړے وو.
هر څۀ چې د سپينو زرو، سرو زرو، زېړو يا د اوسپنې نه جوړ وى هغه به مالِک خُدائ ته وقف کړے شى. او هغه به د مالِک خُدائ په خزانه کښې کېښودے شى.“
لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته فرمائيلى وُو بنى اِسرائيلو په ښار کښې مال او څاروى د خپلو ځانونو دپاره قبضه کړل.