21 اِلىعزر اِمام هغه سړو ته وفرمائيل کوم چې د جنګ نه راواپس شوى وُو، ”دا هغه اصُول دى چې مالِک خُدائ يې موسىٰ ته حُکم کړے وو.
دا هغه اصُول دى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وښودل کوم چې د هغه قسمونو د خوړلو په حقله دى چې يوه پېغله چې د خپل پلار په کور کښې اوسيږى يا يې يوه وادۀ شوې ښځه وخورى.
تاسو به خپلې ټولې کپړې او څرمنې، د چېلو ټولې وړۍ او د لرګى نه جوړ شوے هر څيز پاک کړئ.“
کوم څيز چې نۀ سوزيږى، لکه سرۀ زر، سپين زر، زېړ، اوسپنه، قلائى، يا سيکه، نو د پاکوالى دپاره به د اور نه تېرولے شى. نور ټول څيزونه به د پاکوالى د اوبو په ذريعه پاکولے شى.