20 تاسو به خپلې ټولې کپړې او څرمنې، د چېلو ټولې وړۍ او د لرګى نه جوړ شوے هر څيز پاک کړئ.“
نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ.
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى
يو ناپاک کس چې څۀ څيز له هم ګوتې وروړى نو هغه به ناپاک وى او نور هر څوک چې هغه څيز له ګوتې وروړى نو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.“
نو ستاسو هر يو کس چې څوک يې وژلے وى يا د يو مړى سره لګېدلے وى نو هغه به اووۀ ورځې د خېمو نه بهر ايساريږى. په درېمه او په اوومه ورځ به خپل ځانونه او هغه ښځې پاکې کړئ چې کومې مو نيولې دى.
اِلىعزر اِمام هغه سړو ته وفرمائيل کوم چې د جنګ نه راواپس شوى وُو، ”دا هغه اصُول دى چې مالِک خُدائ يې موسىٰ ته حُکم کړے وو.