19 نو ستاسو هر يو کس چې څوک يې وژلے وى يا د يو مړى سره لګېدلے وى نو هغه به اووۀ ورځې د خېمو نه بهر ايساريږى. په درېمه او په اوومه ورځ به خپل ځانونه او هغه ښځې پاکې کړئ چې کومې مو نيولې دى.
خو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، تا ډېر خلق وژلى دى او ډېر جنګونه دې کړى دى. نو چې ما کومه وينه تويه کړې ده د هغې په وجه به هغه ما دې ته پرې نۀ ږدى چې د هغۀ دپاره کور جوړ کړم.
خو د ځان دپاره هغه ټولې جينکۍ او ښځې ژوندۍ پرېږدئ چې نا وادۀ کړى وى.
تاسو به خپلې ټولې کپړې او څرمنې، د چېلو ټولې وړۍ او د لرګى نه جوړ شوے هر څيز پاک کړئ.“
”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى او هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى.