17 نو اوس ټول هلکان ووژنئ او ورسره هغه ښځې هم ووژنئ چې پېغلې نۀ وى،
خو د ځان دپاره هغه ټولې جينکۍ او ښځې ژوندۍ پرېږدئ چې نا وادۀ کړى وى.
نو کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وکړى چې تاسو هغه ښار قبضه کړئ، نو په دې کښې ټول سړى ووژنئ.
کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.
نو غونډې خپل دولس زره تکړه سړى د دې حُکم سره ولېږل، ”لاړ شئ او په يبيس کښې سره د ښځو او ماشومانو هر يو کس ووژنئ.