16 ياد ساتئ چې زناناؤ د بلعام په نصيحت عمل وکړو او په فعور کښې يې خلق د مالِک خُدائ نافرمانه کړل، او د دوئ په وجه د مالِک خُدائ په خلقو وبا راغله.
ځکه چې کنجره د ژورې کندې په شان وى او زناکاره د تنګ کوهى په شان وى.
ما ته پته ولګېده چې ګېروونکې ښځه د مرګ د سختۍ نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېريږى.
بلعام بلق ته ووئيل، ”اوس زۀ واپس خپلو خلقو له ځم، خو د تلو نه مخکښې زۀ تا له خبر درکوم چې په راتلونکى وخت کښې به اِسرائيليان ستا د خلقو سره څۀ کوى.“
د هغه بد عمل په وجه، چې په فعور کښې يې په دوکه په تاسو باندې عبادت وکړو او د کزبى په وجه، چې هغه د وبا په وخت په فعور کښې وژلے شوې وه.“
سره د پينځو ميديانيانو بادشاهانو چې دا وُو، يعنې ايوى، رِقم، صور، حُور او رِبع. هغوئ د بعور زوئ بلعام هم ووژلو.
تاسو په خپله وليدل چې د فعور په غرۀ کښې مالِک خُدائ څۀ وکړل. هغۀ هغوئ ټول تباه کړل چا چې د بعل عبادت کولو،
په فعور کښې زمونږ هغه ګناه درته ياده ده څۀ، چې په کوم وخت کښې مالِک خُدائ په خلقو وبا راوستله؟ مونږ د هغې په وجه تر اوسه پورې په تکليف کښې يُو. ولې هغه ګناه کافى نۀ وه څۀ؟
هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بېلارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.
په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.
خو زۀ ستا خلاف د يو څو خبرو شکايت کوم چې په تاسو کښې هلته څۀ کسان شته چې د بلعام د تعليم پيروى کوى، چا چې بلق ته تعليم ورکړو چې بنى اِسرائيل ګډوډ کړى چې هغوئ بُتانو ته شوې قربانۍ وخورى او حرامکارى دې وکړى.