14 موسىٰ هغه آفسرانو ته سخت غصه وو، چې د سلګونو او زرګونو مشران وُو او د جنګ نه راواپس شوى وُو.
داؤد بادشاه خپل ټول سړى راغونډ کړل او د زرو او سلو کسانو په ډلو کښې يې تقسيم کړل او په دوئ باندې يې د مشرۍ دپاره آفسران مقرر کړل.
بيا پېغمبر بادشاه ته وفرمائيل، ”دا د مالِک خُدائ کلام دے چې تا هغه سړى له د تښتېدو اجازت ورکړو د کوم د وژلو چې ما حُکم درکړے وو، نو د هغۀ د ژوند په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او ستا خلق به ځکه تباه شى چې د هغۀ خلق يې تښتېدو ته پرېښى دى.“
په دې باندې اليشع غصه شو او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”تا له په کار وُو چې پينځۀ شپږ ځلې دې وهلے، نو تا به په شاميانو باندې پوره فتح موندلے وے، خو اوس به تۀ هغوئ له صِرف درې ځل شکست ورکړې.“
چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې.
هارون ورته وفرمائيل، ”زما نېکه، ما ته مۀ په قهر کېږه، تا ته پته ده چې دا خلق څومره بدکاره دى.
موسىٰ د ګناه نذرانې د چېلى په حقله تپوس وکړو او خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلىعزر او اِتمر ته په قهر شو او پوښتنه يې وکړه چې،
موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.
موسىٰ، اِلىعزر او د قوم ټول مشران لاړل چې د کېمپ نه بهر د لښکر سره مِلاو شى.
موسىٰ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو دا ټولې ښځې ولې ژوندۍ پرېښودلې دى؟
بيا هغه آفسران موسىٰ له لاړل کومو چې د لښکر مشرى کړې وه
د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،
هغه به ستاسو څۀ زامن د زرګونو سړو او نور د پنځوسو سړو مشران آفسران جوړ کړى. ستاسو زامن به د هغۀ په پټو کښې يوې کوى، د هغۀ فصلونه به رېبى، وسله او د هغۀ د جنګى ګاډو دپاره به نور سامان جوړوى.