12 او موسىٰ، اِلىعزر او د بنى اِسرائيلو ټول قوم له يې راوړل، چې هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې وُو.
بنى اِسرائيلو مخکښې سفر کولو او د موآب په مېدانونو کښې يې د اُردن پورې غاړه يريحو ته مخامخ خېمې ولګولې.
هغوئ ترې نه هغه ټول مالِ غنيمت يوړو چې کوم يې نيولے وو، په دې کښې قېديان او ځناور هم وُو،
موسىٰ، اِلىعزر او د قوم ټول مشران لاړل چې د کېمپ نه بهر د لښکر سره مِلاو شى.
بنى اِسرائيلو د دې ښارونو نه ټول مالِ غنيمت او څاروى بوتلل او د خپلو ځانونو دپاره يې وساتل. خو هغوئ ټول کسان ووژل، هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو.
هر څۀ چې د سپينو زرو، سرو زرو، زېړو يا د اوسپنې نه جوړ وى هغه به مالِک خُدائ ته وقف کړے شى. او هغه به د مالِک خُدائ په خزانه کښې کېښودے شى.“