Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 30:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو هغې چې کومه منښته منلې وى يا يې وعده کړې وى نو هغه به خامخا پوره کوى خو کۀ د هغې خاوند ترې نه خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو هغه به نۀ پوره کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 30:7
7 Iomraidhean Croise  

او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“


نو ښځو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل چې، ”ولې ستاسو دا خيال دے چې ګنې زمونږ خاوندانو ته دا پته نشته چې مونږ آسمانې مَلِکې ته خوشبوئى وسوزوله، د څښلو نذرانه او هغه روټۍ چې پرې مو د هغې شکل جوړ کړے وو پېش کړه؟ نه، بلکل داسې نۀ ده.“


کۀ يوه ناوادۀ شوې ښځه يوه منښته ومنى، قصداً يا په بې‌خيالۍ کښې، يا وعده وکړى چې د څۀ څيز نه به ځان ساتى او بيا وادۀ شى،


خو کۀ خاوند يې خبر شى او د هغه وعدې پوره کولو نه يې منع کړى، نو د هغې دپاره دا ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى.


د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې د هغې خاوند ژوندے وى، خو کۀ د هغې خاوند مړ شى نو بيا هغه د وادۀ د شرعى پابندو نه خلاصه شى.


حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“


القنه ورته ووئيل، ”ټيک ده، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه، تر هغې پورې په کور کښې پاتې شه چې کله هغه د مور د تى نه منعې شى او مالِک خُدائ دې وکړى چې ستا وعده پوره شى.“ نو حنه په کور کښې ايساره وه او خپل بچى له يې تے ورکولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan