5 خو چې کله يې پلار خبر شى او کۀ ورته ووائى چې دا وعده مۀ پوره کوه، نو د هغې دپاره ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې پلار يې د دې د پوره کولو نه منع کړه.
زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ.
نو هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې منښته منلې وى. کۀ خاوند يې خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى.
هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې کومه منښته منلې وى يا يې وعده کړې وى خو کۀ د هغې پلار ترې نه خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى.
کۀ يوه ناوادۀ شوې ښځه يوه منښته ومنى، قصداً يا په بېخيالۍ کښې، يا وعده وکړى چې د څۀ څيز نه به ځان ساتى او بيا وادۀ شى،
خو کۀ خاوند يې خبر شى او د هغه وعدې پوره کولو نه يې منع کړى، نو د هغې دپاره دا ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى.
اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے.